ميدان ورګ کې د سړې هوا له امله يو تن مړ شوی دی
د دغه ولايت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ويلي، په سيد اباد ولسوالۍ کې يو تن د سړې هوا له امله مړ شوی دی.
د يادې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، تېره شپه د سيد اباد ولسوالۍ سلطان خېلو سيمې يو تن اوسېدونکی زربت چې ۴۰کلن دی د يخنۍ له امله مړ شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، ياد کس غزني ولايت ته په سفر و چې خپل ژوند يې له لاسه ورکړی.
د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د سړې هوا له امله تر ۱۲۰ د ډېرو کسانو د مړينې راپورونه ورکول شوي دي.