ترکيه کې د زلزلې له امله ۶۴۱ کسان مړه شوي دي
د ترکیې په جنوب ختیځ او د سوریې په شمال کې د نن سهار زورورې زلزلې مرګ ژوبله د زیاتېدو په حال کې ده.
اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي، دواړو هېوادونو کې تراوسه د لږ تر لږه ۶۴۱ کسانو مړېنه تایید شوې ده.
ګمان کیږي چې سلګونه نور کسان ممکن د نړیدلو ودانیو لاندې ګیر پاته وي.
په دواړو هېوادونو کې د زرګونو کسانو د ټپي کېدو خبره کیږي او ویل شوي چې سلګونه ودانۍ نړیدلي دي.