فوټسال؛ د افغان ملي لوبډلې لپاره نوی روزونکی معرفي شو
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لپاره یو وار بیا مجید رضایي د مشر روزونکي په توګه اعلان شو.
د افغانستان فوټبال فدراسیون خبر ورکوي چې نوموړی روزونکی د یکشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د دې فدراسیون د رييس محمدیوسف کارګر، اجرايیوي کمېټې غړي عبدالحق فیضي او د ملي لوبډلو د مدیر همایون همدرد له خوا د یوې خبري غونډې خلکو ته ور وپېژندل شو.
دې فدراسیون په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: "د اسیا ملتونو جام سیالیو ته صعود، د فوټسال وده، په هېواد کې د دغې مشهورې لوبې پرمختيا او همدارنګه د افغان فوټسال روزونکو د ظرفيت لوړول د افغانستان د فوټبال فدراسیون او د فوټسال د ایراني مشر روزونکي اساسي موخې دي."
د ویلو ده چې اوسمهال د فوټبال فدراسیون په جمنازیوم کې د ملي لوبډلو د جوړولو په هدف د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال لیګ دویم پړاو سیالۍ جریان لري.