افغان کډوال: د پاکستان حکومت دې په تذکرو افغانستان ته د ستنېدو اجازه راکړي
![افغان کډوال: د پاکستان حکومت دې په تذکرو افغانستان ته د ستنېدو اجازه راکړي](https://gdb.rferl.org/02490000-0aff-0242-48f9-08daf3032d37_w800_h450.jpg)
په پېښور کې مېشتو یو شمېر افغانانو د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې، په اختر کې دې ورته د کډوالو په کارډونو او تذکرو افغانستان ته د ستنېدو اجازه ورکړي.
دوی پرون مشال راډیو ته وویل، د تګ راتګ سختو شرطونو له کبله خپل هېواد ته نهشي تللی.
خو د تورخم انتظامي چارواکي وايي، تر اوسه ورته لوړپوړو چارواکو هم د سفري محدودیتونو د نرمولو امر نهدی کړی، نو ځکه د قانون له مخې بې له پاسپورټ او ویزې هېچا ته د تګ راتګ اجازه نهشي ورکولای.