څېړنه: ځینې حیوانات په ۲۴ ساعتونو کې یوازې دوه ساعته خوب کوي
یو شمېر انسانان تل شکایت کوي چې خوب یې کم دی خو دوی له دې خبر نه دي چې داسې ژوي هم شته چې په ۲۴ ساعتونو کې یوازې دوه ساعته خوب کوي چې هغه هم په یو وخت نه.
خوب د انسانو او د نورو ژوندي ژویو په ژوند کې خورا زیات ارزښت لري.
که څه هم د دغې بیولوژیکي پدیدې هدف تر اوسه یو څه ګنګ دی، خو انسانان او نور ژوي په ۲۴ ساعتونو کې یو څه وخت باید خپلې سترګې پټې کړي.
موږ انسانان معمولاً د خپل ژوند دریمه برخه په خوب تېرو.
خو یو شمېر حیوانات ډېر لږ خوب کوي.
د بېلګې په توګه د شمالي سمندر د اوبو فیلان ډېر کم خوب کوي.
د رویټرز د راپور له مخې څېړونکو په یوه نوې څېړنه کې د دې ډولونو د خوب غیرمعمولي عادتونه بیان کړي او مونلې یې ده چې دغه د اوبو فیلان په آرام سمندر کې د سفرونو په جریان کې چې تر اوو میاشتو پورې دوام کولای شي، په ورځ کې یوازې دوه ساعته خوب کوي او هغه هم داسې چې د دې لپاره چې د نورو سمندري ژویو ښکار نه شي، د هرو لسو دقیقو لپاره په سمندر کې ژور ډوبېږي.
یوازینی بل تی لرونکی حیوان چې دومره لږ خوب کوي، هغه پېژندل شوی افریقای فیل دی.