د چين استازی: د اوکراين جګړې ښکېل لوري دې د مذاکراتو لپاره شرايط برابر کړي
د چین ځانکړی استازی وایي، د اوکراین د جګړې لپاره حل لار نهشته، خو له ښکېلو خواو يې وغوښتل چې د سولې د خبرو اترو لپاره شرایط برابر کړي.
د چین د ځانګړي استازي دا څرګندونې نن د مې ۱۸مه د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپانه کې اوکراین ته د هغه له سفر وروسته خپرې کړي دي.
د چین ځانکړی استازی لي هوی د روانې اونې د سهشنبې او چهارشنبې په ورځ د اوکراین په سفر و.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په خبرپانه کې راغلي، د چین ځانکړي استازي لي د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلنسکي، د بهرنیو چارو وزیر دیمیټري کولیبا او نورو دولتي مشرانو سره د سیاسي جوړجاړي له لارې د اوکراین او روسې د شخړې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې وکړې.
د اوکراین د بهرنیو چاور وزارت ویلي کولیبا، لي ته وویل چې کییف به د جګړې د پای ته رسولو هېڅ داسې وړاندیز ونه مني چې د خاورې له لاسه ورکول یا د جګړې ګنګل کېدل پهکې شامل وي.
چین د روان کال په پیل کې د اوکراین او روسې ترمنځ د جګړې د ارامولو او اوربند ته د رسېدو لپاره یوه ۱۲ مادهییزه طرحه وړاندې کړه، خو لوېديځو هېوادونو له پامه وغورځوله او ویې ویل، چین د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه کې بې پلوه نهدی.