د سوډان پر یوه بازار د توغندیو د لګېدو له کبله ۲۰ کسان وژل شوي
د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې څه باندې ۲۰ کسان پر یوه بازار د توغندیو لګېدو په پېښه کې ووژل شول.
دا خبره د ډیموکراسۍ پلوه مدافع وکیلانو کمېټې په یوه اعلامیه کې کړې ده.
په دغه هېواد کې دا د روانې ناکرارۍ وروستی مورد ګڼل کېږي.
په سوډان کې په اپرېل میاشت کې د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د هغه د پخواني مرستیال محمد حمدان دقلو ترمنځ چې د چټک ملاتړ د ځواکونو مشري کوي، د قدرت پر سره جګړه روانه ده.
په دې جګړه کې تر اوسه تر ۱۰زرو او ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، له دې کبله څه باندې ۶ میلیونه وګړي یا په سوډان کې دننه بېځایه شوي، یا نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.