د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې امنیت ولې مخ په خرابېدو دی؟
په داسې حال کې چې د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ ویلي چې له وسلوالو ډلو سره به هیڅکله مذاکرات ونکړي، د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې په وسلوالو بریدونو کې د پاکستان د پوځ ۲۵ سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي. تحریک جهاد پاکستان پر امنیتي ځواکونو د برید ذمه واري منلې ده.
دا اوونۍ "د کرښې پر غاړه" خپرونه کې پر دې موضوع له مېلمنو سره خبرې کوو چې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې ولې د امنیت وضعیت په خرابېدو دی؟