افغان لوبغاړې د کډوالو تر بیرغ لاندې په المپیک کې سیالي کوي
![افغان لوبغاړې د کډوالو تر بیرغ لاندې په المپیک کې سیالي کوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-cba9-08dc90667d3e_tv_w800_h450.jpg)
منیژه تلاش به سږ کال د پاریس په المپيک سیالیو کې د برېکډانس برخه کې ګډون کوي، خو د افغانستان استازیتوب نه کوي.
هغه د المپیک کډوالو لوبډله کې شامله شوې ده.
په افغانستان کې طالبان اجازه نه ورکوي څو ښځې سپورټي فعالیتونو کې برخه واخلي.
د برېکډانس رشته د لومړي ځل لپاره د المپیکي سیالیو برخه ګرځېدلې.