په کراچۍ کې د نومبر په نهمه نرښځیانو د خپلو حقونو لپاره د نرښځیانو فېسټیول په نوم دستوره وکړه چې پکې د هېواد له نورو برخو څخه ګڼ شمېر نرښځیانو او مدني فعالانو ګډون وکړ. دوی په میراث کې د حق غوښتنه کوله. دوی ویل چې د دوی لپاره په نوکریو او زده کړو کې بېلاه شوې ځانګړې برخه دې عملي شي. د دستورې پر مهال د خیبر پښتونخوا نرښځیانو مشرانو وویل چې په صوبه کې یې ملګري د تشدد او وژنې له خطر سره مخ دي خو په پېښو کې تورنو کسانو ته سزا نه ورکول کېږي. ویډیویي رپورټ