Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان په سفر دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر پاکستان ته اسلام اباد ته رسېدلی دی.د پاکستان دولتي راډیو نن د اګست په دویمه پر خپله ووبپاڼه لیکلي دي چې مسعود پزشکیان لومړی لاهور ته ورسېد چېرته چې د مسلم لیګ (ن) رهبر میا محمد نواز شریف او د پنجاب اعلا وزیرې مریم نواز مسعود پزشکیان ته هرکلی وویلو او بیا وروسته د ورځې په پای کې اسلام اباد ته لاړ چېرته چې وزیراعظم محمد شهباز شریف نوموړي ته پر هوايي ډګر هرکلی وویلو.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر عطا الله تارړ د اګست په دویمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د ایران د ولسمشر دا سفر خورا مهم دی او نه یوازې دا چې د تهران او اسلام اباد تجارتي اړیکې بلکې د دوه اړخیزو اړیکو ټولې څانګې به پياوړې کړي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې له مسعود پزشکیان سره په دې سفر کې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د کابینې نور وزیران او لوړپوړي چارواکي هم ملګري دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د اګست په لومړۍ نېټه اوونیزې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ویلي وو چې مسعود پزشکیان به د خپلې دورې پر مهال د پاکستان له وزیراعظم میا محمد شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري سره لیدل کتل کوي.

شفقت علي خان وايي پاکستان به د ایران او امریکا ترمینځ د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي، "ایران زموږ ملګری او ورور ګاونډی هېواد دی، موږ ورسره د کړکېچونو په کمولو او ستونزو ته یې د ډېپلوماټیکو حل لارو موندلو کې کومک کولو ته ژمن یو."

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس د جولای پر ۲۵مه ویلي وو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار سره د خپلې وروستۍ لیدنې پر مهال د پاکستان د هغو هڅو ستاینه کړې وه چې د ایران او امریکې ترمینځ د منځګړیتوب لپاره یې کوي.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر عطا الله تارړ د اګست په دویمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان او پاکستاني چارواکو ترمینځ به د سوداګرۍ د تړونونو، پر پوله د شریکو مارکیټونو د جوړولو او نورو چارو باندې خبرې کېږي.

د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات د ۲۰۲۴ز په جنورۍ کې د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید له وجې ترینګلي شول.

تر دې وروسته، اسلام اباد د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې د "ترهګرو پر پټنځایونو" د بریدونو خبر ورکړ چې پکې د ایرانیو چارواکو په وينا د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان ووژل شول.

د هغو پېښو له وجې د دواړو هېوادونو سفارتي اړیکې د لنډ وخت لپاره ځنډول شوی وې خو د جنورۍ پر ۲۶مه د ایران او پاکستان سفیران اسلام اباد او تهران ته ستانه شول.

تر دې وروسته دواړو هېوادونو د ۲۰۲۴ز کال په اپرېل کې "د ترهګرۍ پرضد د ګډو هڅو" کولو توافق وکړ.

پزشکیان پر داسې مهال پاکستان ته ځي چې امریکا په جولای کې د ایران پر فردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو حملې وکړې. تر دې مخکې اسراییلو په جون کې د ایران پر اټومي او پوځي تاسیساتو لویې حملې کړې وې او ایران یې په غبرګون کې پر اسراییلو توغندي ویشتلي ول.

د ایران پارلېمان د جون پر ۲۵مه د تهران او تل ابیب ترمینځ تر اوربند یوه ورځ د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د همکاریو ځنډولو مسوده منظوره کړې وه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *