په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړې ته بیا کتنه وکړي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د پاکستان له دولته غوښتي چې له دې هیواده د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه له سره وارزوي.د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق اندېښنه ښودلې چې ددغو کډوالو ژوند په افغانستان کې له جدي ګواښونو سره مخ دي.
UNHCR هم له پاکستان غوښتي چې افغان کډوالو ته وخت ورکړي.