بینټ؛ جنسیت ته له پام پرته باید ټول افغان ځوانان خپلو حقونو ته لاسرسی ومومي
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بینټ د ځوانانو د نړیوالې ورځ په مناسبت ویلي، "راځه چې ومنو د هر جنسیت او شالید افغان ځوانان د افغانستان د راتلونکې په اړه په بحثونو او کړنو کې په ماناداره توګه شامل او واوریدل شي".بینټ پرون ناوخته پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، ټولو ځوانانو باید خپلو بنسټیزو حقونو په ځانګړي تعلیم ته لاسرسی ولري.پرون د اګسټ ۱۲مه د ځوانانو نړیواله ورځ وه.ملګري ملتونه وايي، تر ۲۰۳۵کال پورې به د نړۍ نژدې ۵۷سلنه نفوس ځوانان جوړوي.