Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ایمرجنسي؛ د طالبانو له واکمنیدو راهیسې د افغانستان روغتیايي سیستم د سقوط له ګواښ سره مخ دی

ايمرجنسي نادولتي سازمان وايي، د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په موده کې د بودجې د کمښت او د ځواک کمښت د دې هېواد روغتیایي سیستم د سقوط تر درشل رسېدلی دی.

دغه سازمان د یو راپور په خپرولو سره ويلي چې د طالبانو د حکومت د د رسميت نه پېژندلو له امله، د امریکا د نړیوال پرمختیايي ادارې (يو ، ایس، اې، ای، ډي) د بودجې د پرې کېدو او ورځ بلې ته د نړیوالې ټولنې د نه پام له امله د افغانستان د روغتیایي نظام د ښه کېدو تمه نشته.

ایمرجنسي زیاته کړې چې که سوله په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په مانا وه، نه د پایلو د ختمېدو په مانا یې او په ټکو یې تاوتریخوالی او جرمونه د جګړې له پایلو څخه دي چې د جګړې له ختمېدو وروسته هم روان پاتې دي، ډېرې وسلو، په لرې پرتو سیمو کې خښ شوي ماینونو، او بې وزلۍ دا وضعیت نور هم ستونزمن کړی دی.

د دې سازمان په وینا، د غلاوو او بریدونو، د کورنیو شخړې، او د ډزو قربانیان د دوی د درملنې مرکزونو ته راوړل کېږي.

راپور وايي چې د ماین چاودنو، چاړې وهلو، ډزو او تروریستي بریدونو ټپیان لا هم د کابل د ایمرجنسي روغتون بیړنۍ څانګې ډکوي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې ایمرجنسي د بېړنۍ خونې شاوخوا ۵۰ سلنه ناروغان د جګړې قربانیان دي چې د ډزو، چاودنو، د ماین چاونو او وسله‌وال تاوتریخوالي له امله ټپیان شوي دي.

راپور وايي په لښکرګاه کې شاوخوا ۸۰ سلنه ناروغان د ټرافیکي پېښو او غیرجګړیزو پېښو له امله بستر کېږي، او د پنجشیر په انابه کې بې وزلي او د خوړو ناامنۍ لامل شوي چې ۲۰ سلنه بستر شوي ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي چې پر ودې او روغتیا یې اوږدمهاله منفي اغېزې پرېباسي.

راپور زیاتوي چې په روان میلادي کال کې د دوی جراحۍ څانګې ته راوړل شوي د ماين چاودونو ۷۵ سلنه ټپیان ماشومان وو چې یوازې د لوبو پر مهال له ماینونو سره مخ شوي وو.

یو شمېر بې‌وزله کورنۍ وايي چې د خپلو ناروغانو د درملنې وس نه لري.

د هرات یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، "شاوخوا یو کال کېږي چې زما ۱۲ کلن زوی ماین ټپي کړی. ټول بدن یې سوری شوی، دومره کمزوری شوی چې شپه کې چیغې وهي او ورځو کې ویده وي. ډاکټر ته مو یووړ، دوا یې ورکړه، خو موږ د هغې یې اخیستلو پیسې نه لرلې. دولتي او شخصي روغتون ته مې یووړ، یوازې د معایناتو یوه برخه یې وړیا وکړه، نور یې ویل چې د دوا پیسې ورکړئ او پخپله یې واخلئ".

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت په دې اړه څه نه دي ويلي خو مخکې د دغه وزارت ویاند شرافت زمان ادعا کړې وه چې دوی د افغانستان روغتیایي وضعیت له پاشل کېدو ژغورلی دی۰

د ایمرجنسي د جون میاشتې راپور کې راغلي چې له ۷۰ سلنې ډېر افغانان وړیا یا دایمي روغتیایي خدمتونو لاسرسی نه لري. دغه شان له هر و پنځه کسانو درې یې د درملنې لګښت نه شي ورکولی او د لګښت د برابرولو لپاره پور اخلي یا خپل شتمنۍ پلوري او له هر څلورو کسانو یو یې بیا د مالي ستونزو له امله خپله جراحي ځنډوي یا لغوه کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *