پاریسن-ژرمن د اروپا سوپر جام سیالیو کې تاتنهام ته ماتې ورکړه
د فرانسې پاریسن-ژرمن فوټبال لوبډلې د اروپا د سوپر جام سیالیو له شور او زوږه ډکې یوې لوبه کې انګلیسي سیال تاتنهام ته ماته ورکړه.په دې سره دغې لوبډلې د ۲۰۲۵ کال پنځمه اتلولي ولمانځله.په دغې لوبه کې چې ایټالیا کې ترسره شوه، تاتنهام تر ۸۵ دقیقې پورې په دوه ګولونو بریالی و، خو نژدې لسو دقیقو کې پاریسن-ژرمن دوه ګوله ووهل او لوبه د پنالټي ضربو ته ولاړه.پنالټي ضربو کې بیا پاریسن ژرمن خپل سیال مات کړ.