د افغانستان په اتو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو اټکل
د افغانستان په اتو ولایتونو کې نن او سبا د سختو بارانونو او ناڅاپی سیلابونو اټکل شوی دی .د طالبانو د حکومت د ترانسپورت وزارت د هوا شناسي ادارې خبرپاڼه وايي چې په نورستان ، کنړ، ننګرهار ، غزني ، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا د بارانونو او سیلاوونو اټکل کیږي. دغه راز په شمال لویدیځو ، لویدیځو ، جنوب ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د شدیدو بادونو اټکل شوی دی.افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له کبله د زیانمنو شویو هېوادونو د کتار په سر کې ځای لري.وچکالي او بې وخته بارانونه د اقلیمي بدلون لویې نښې ګڼل کیږي.