د ملګرو ملتونو کارپوهانو له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو استبدادي واکمني رد کړي
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو د بیاځلې واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت له نړيوالې ټولنې غوښتي چې ددوی استبدادي واکمني رد کړي او د دې ډلې د رژيم د عادي کولو د هر ډول اقدام په وړاندې مقاومت وکړي.
دغه کارپوهان وايی په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، په خپلو اساسي حقونو ، پرلهپسې بريدونو سره مخ دي.