خلیلزاد: پاکستان د طالبانو مخالفان یوې غونډې ته بللي
راپورونه وایي چې پاکستان به راتلونکې اونۍ د طالبانو د حکومت د یوشمیر هغو مخالفانو کوربه توب وکړي چې دا مهال په تبعید کې دي.
که څه هم د دغو کسانو نومونه لا روښانه نه دي، خو یوشمیر سرچینو لیکلي چې د افغانستان پخوانۍ جهادي څیرې چې په تاریخي لحاظ د پاکستان ملاتړ ورسره دی، دغو لیدو کتو کې ګډون کوي.