ایران وايي د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې طالبانو سره همکاري لري
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي د طالبانو حکومت د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې له ایران سره همکاري او تفاهم لري.خو عباس عراقچي دا هم ويلي، چې د طالبانو حکومت له دوی يو شمير غوښتنې هم کړي دي.کډوال وايي دشړل کیدو له ویرې له خپلو کورونو نشي وتلی.