Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغانستان کرکټ بورډ د اسیا کپ سیالیو لپاره د ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ

د افغانستان کرکټ بورد، د اسیا جام شل اوریزه سیالیو لپاره چې ټاکل شوې د راتلونکې سپټمبر له ۹ مې تر ۲۸ نېتې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، ملي لوبډله اعلان کړه.

کرکټ بورډ نن یکشنبه د اګسټ په ۲۴ مه په خپله فیسبوک پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په غوره شوې شل کسیزه لوبډله کې ۱۷ اصلي او ۳ احتیاطي لوبغاړي شامل دي.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ازادي راډيو ته وویل چې په دې نوملړ کې د ملي لوبډلې د مرکزي قرارداد درلودونکو لوبغاړو تر څنګ یو شمېر نویو لوبغاړو ته چې په وروستیو کې په کورني کرکټ کې ښه ځلیدلي هم ځای ورکړل شوی دی.

ښاغلي سادات اسیا جام سیالیو ته د ملي لوبډلې د تیاریو په اړه وویل:

"څه موده وړاندې په کابل کې شپږیزه کرکټ لیګ ترسره شو چې د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو په کې برخه لرله، له دې وروسته د کابل د کرکټ په ملي اکاډمۍ کې لس ورځنی کمپ دایر شو، له دې وروسته د اکسټ په ۱۹ مه لوبغاړي متحده عربي اماراتو ته لاړل او هلته یې روزنیز کمپ تر اوسه جریان لري، په دې اساس لوبغاړي پوره تیار دي او هیله ده چې په اسیا جام کې ښې لوبې وشي او لوبډله تر پای لوبې ورسیږي."

د کرکټ یو شمېر څارونکو مخکې ازادي راډيو سره په خبرو کې د لوبډلې لپاره د روزنیزو کمپونو د جوړولو په ګډون د سیالیو لپاره د پیاوړي نوملړ په جوړېدو ټینګار کړی و.

خو د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې غړي میر مبارز د لوبغاړو د نوملړ په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"افغان لوبډله د سپین یا سلو توپ اچونې په برخه کې پیاوړې ده، دغه شان ښه الراونډران هم لري، په شل اوریزه سیالیو کې الراونډران ډېر رول لري او ښه لاس ته راوړنې لري په همدې هدف په لوبډله کې د الراونډرانو برخه پیاوړې ده."

د اسیا جام لپاره د راشد خان په لوبډلمشرۍ په اعلان شوې لوبډله کې رحمان الله ګرباز، ابراهیم ځدران، درویش رسولي، صدیق الله اتل، عظمت الله عمرزی، کریم جنت، محمد نبي، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، محمد اسحاق، مجیب الرحمن، غضنفر، نور احمد، فرید احمد ملک، نوین الحق او فضل الحق فاروقي ځای لري.

دغه راز وفي الله ترکی، ننګیالی خروټی او عبدالله احمدزي د احتیاطي لوبغاړو په نوملړ کې شامل دي.

افغانستان د اسیا جام په سیالیو کې په بې ګروپ کې له سریلانکا، بنګله دیش او هانګ کانګ سره مخ دی.

د دې سیالیو په بل ګروپ کې هندوستان، پاکستان، کوربه متحده عربي امارات او عمان لوبډلې به یو بل سره لوبې وکړي.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر په ۹ مه د هانګ کانګ، دوهمه لوبه د سپټمبر په ۱۶ مه له بنګله دیش او دریمه د سپټمبر په ۱۸ مه د سریلانکا پر وړاندې کوي.

که افغانستان د دې سیالیو په لومړۍ پړاو کې دوه لوبې وګټي نو د څلور غوره لوبډلو پړاو ته به لاره پیدا کوي.

د کرکټ یو شمېر څارونکي د افغان لوبډلې نوملړ ته په کتو وايي، دا ځل افغان لوبډله د دې سیالیو تر پای لوبې د رسېدو پوره چانس لري.

د افغانستان له نولس کلونو د کم عمره لوبغاړو د ملي لوبډلې پخوانی او د فرانسې د کرکټ د ملي لوبډلې اوسني لوبغاړي داوود احمدزي ازادي راډيو ته وویل:

"له هر اړخه ډېره متوازنه او پوره لوبډله انتخاب شوې ده، کومه نیمګړتیا نه لري، هرې برخې ته پوره پام شوی دی، موږ هیله لرو چې نه یوازې افغانستان به ښې لوبې وکړي بلکې تر نیمه پایلوبې او ان تر پایلوبې د تګ ډېر چانس لري."

ټاکل شوې وه چې دا سیالۍ په هندوستان کې ترسره شي خو د پاکستان او هغه هیواد ترمنځ سیاسي کړکیچونو د سیالیو ځای بدل کړ.

دا د اسیايي جام سیالیو اولسم پړاو دی خو افغانستان ته په لومړي ځل په ۲۰۱۴ کال کې دې سیالیو کې د ګډون چانس ورکړل شو.

افغانستان د اسیا جام په تېر پړاو کې چې په ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې ترسره شو له بنګله دیش او سریلانکا سره په ګروپ کې و چې له دواړو یې ماته خوړلې وه.

د اسیايي جام سیالۍ د کرکټ د اسیايي شورا له لوري تنظیمیږي.

د اسیا کپ سیالۍ تر ډېره هند، سریلانکا او پاکستان ګټلي دي. هند اته ځله دا جام په خپل نوم کړی. سریلانکا شپږ او پاکستان دوه ځل توانېدلي چې دا اسیا کپ خپل کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *