Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پاکستان بشري حقونو سازمان د کسانو د لادرکه کېدو په اړه د بلوچستان حکومت امر غندلی دی

د پاکستان بشري حقونو کمېشن د بلوچستان کورنیو چارو وزارت لخوا د ورکو کسانو په اړه له امنیتي ادارو سره د راپور ثبتولو په اړه د تازه ورکړل شوي امر غندنه کړې ده.د بلوچستان کورنیو چارو وزارت د سېپټېمبر پر ۱۹مه په بیان کې ویلي ول چې باید کورنۍ د کسانو تر ورکېدو وروسته په ۷ ورځو کې دننه له پولیسو یا ایف سي (مليشا ځواک) سره راپور درج کړي او ورته معلومات ورکړي چې دا کسان یا ورک شوي دي او یا له غیر ریاستي یا وسلوالو ډلو سره ملګري شوي دي.

وزارت زیاتوي چې که د ورکو کسانو خپلوانو یا کورنۍ په ۷ ورځو کې په دې اړه راپور جمع نه کړ او وروسته ثابته شوه چې ورک کسان له ترهګرو سره یو ځای شوي دي نو کورنۍ به یې د ترهګرۍ مخنیوي قانون تر مخې د ترهګرو ملاتړ کوونکي بلل کېږي.

وزارت دا هم ویلي دي چې که ورک کسان له کومې وسلوالې ډلې سره یو ځای شوي وي نو باید کورنۍ له دغه کس سره د تعلق ختمولو په اړه یو پټ حلفیه بیان جمع کړي.

د پاکستان د بشري حقونو سازمان (هیومن رايټس کمېشن اف پاکستان) مرستیال طاهر حبیب اېډوکېټ د سېپېټېمبر پر ۲۰مه مشال رېډیو ته ویلي، ورک شوي کسان له کوره تر وتلو وړاندې کورنیو ته د خپلو ارادو په اړه معلومات نه ورکوي او نه ترې کورنۍ خبروي نو په داسې کې د کورنیو خلاف کاروايي کول ناسم اقدام دی.

"دا یو غیر قانوني اقدام دی. د په خپله د سرکار لومړنۍ ذمه واري ده چې امنیتي ادارې لري نو معلومات دې هم په خپله راغونډ کړي."

د لادرکه بلوڅانو د خپلوانو د اتحادیې مشر نصرالله بلوڅ د سېپټېمبر پر ۲۰مه مشال رېډيو سره په خبرو کې تور پورې کړی چې کله هم دوی د کسانو لادرکه کېدو په اړه پولیسو ته ورغلي نو هغوی یې مقدمې نه دې درج کړې.

په پاکستان کې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي.

پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي خو هغوی په پراخ کچ د خلکو د ورکولو تورونه ناسم بولي.

د پاکستان د قانوني چارو وزیر اعظم نذیر تارړ په ۲۰۲۴ز کال کې ویلي ول چې د ورکو کسانو مسله خورا پېچلې ده. ده ویلي ول چې په دې موضوع کې د دولتي بنسټونو ککړتیا نه شي ردېدای خو زیاته کړې یې وه چې په دې لړ کې یې کره شواهد نه دي ترلاسه کړي.

بلوڅ ملتپالان او د لادرکه کسانو کورنۍ تور پورې کوي چې د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارو په ګڼ شمېر بلوڅ فعالان لادرکه کړي او وژلي دي.

د پاکستان پوځ البته په پراخ کچ د بلوڅانو ورکولو تور ردوي او دعوه کوي چې ډېری هغه کسان چې بې درکه بلل کېږي له وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي او ځینې یې په عملیاتو او له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي. د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ مشره ډاکتره ماهرنګ بلوڅه او یوشمېر نور مخکښ مشران او فعالان له مارچ راهیسې د عامه نظم ساتنې قانون له مخې بندیان دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *