یوشمیر ښځینه فعالانو د طالبانو دا ادعا رد کړه چې د شریعت په چوکاټ کې یې دوی ته حقوق ورکړي
د ښځو د حقونو یوشمیر فعالانو د طالبانو د حکومت د ویاند د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد، د بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتو د اندېښنو په ځواب کې ادعا کړې چې 'کوم حقونه چې اسلامي شریعت خلکو ته ورکړي، په هېواد کې تأمین دي.