د ایران د بلوڅانو ډله جیش العدل د حکومت له نورو مخالفانو سره لاس یو کوي
د ایران د بلوچستان سني وسلهوالې ډلې «جیشالعدل» اعلان کړی چې له څو کوچنیو بلوڅو ډلو سره یوځای شوی او د ایران پر مذهبي حکومت د بریدونو لپاره یې نوی ائتلاف جوړ کړی دی.
د ازادي راډیو د ایراني څانګې، راډیو فردا د راپور له مخې، په هغه ویډیويي بیان کې چې د قوس پر ۱۹ نېټه په ټولنیزو شبکو کې خپور شو، یوه نامعلوم ویاند وویل چې دغه نوی ائتلاف «د ولسي مقاومت جبهه» نومول شوې او هدف یې «د مبارزې د وړتیا زیاتول» او د «ایران د اسلامي جمهوریت د استبداد» پر وړاندې جګړه ده.
جیشالعدل، چې د ایران او امریکا له لوري «ترهګره ډله» بلل کېږي، ادعا کوي چې د ایران د بلوڅ اقلیت د حقونو لپاره جګړه کوي.
په دغه بیان کې په څرګند ډول د بلوچستان د خپلواکۍ موضوع نه ده یاده شوې. پر ځای یې ویاند د ایرانیانو د پراخ یووالي پر اهمیت ټینګار کړی دی.
دا څرګندونې داسې انګېرل کېږي چې ګواکې جیشالعدل له خپل پخواني بېلتون غوښتونکي هدف څخه لاس اخیستی او هڅه کوي ځان د ایران د حکومت د ټولو مخالفانو د غورځنګ یوه برخه معرفي کړي. دا بدلون د دې ډلې په اعلانشویو هدفونو کې یو مهم تاکتیکي او سیاسي بدلون بلل کېږي.