Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ترکیې د کډوالو اداره: په تېر کال کې تر ۴۲ زرو زیات افغان کډوال د قانوني اسنادو نه درلودلو په خاطر نیول شوي دي

د ترکیې د کډوالو اداره وايي چې په تیر نږدې یو کال کې له ۴۲ زرو ډیر افغان کډوال په دغه هیواد کې د قانوني استوګنې اسنادو د نه درلودلو له امله نیول شوي دي. دې ادارې په یوه نوي راپور کې ویلي چې په دې موده کې، په ټولیزه توګه له ۱۵۲ زرو ډیر کډوال نیول شوي دي، چې افغانستان د نیول شویو کسانو د لیست په سر کې دی.

محمد ناصر د کابل ښار اوسېدونکی ځوان دی چې د ترکیې د پولیسو لخوا له نیولو وروسته بیرته افغانستان ته ډیپورت شوی دی.

ده د پنجشنبې په ورځ «د جدي په ۴مه» ازادي راډیو ته وویل چې په ناقانونه لاره د کار موندنې لپاره ترکیې ته تللی و، خو د کال په لومړیو کې د ترکیې د پولیسو لخوا له نیول کېدو او په کمپ کې د سختو ورځو له تېرولو وروسته بېرته افغانستان ډیپورت شوی دی:

"کله چې ترکیه کې ونیول شوم، له موږ سره یې ډېر بد چلند وکړ او ویې وهلو. کله چې یې کمپ ته بوتلو، د بندي په شان یې له موږ سره چلند کاوه، سم خواړه یې نه درلودل، په اونۍ کې به یې یوه ورځ وریجې راکولې نورې ټولې ورځې یې اېشېدلي غنم راکول، هر کله به یې چې خپل زړه و خواړه به یې راکول، کله چې افغانستان ته راورسېدم دلته هم بې کاري او ډېرې ستونزې دي چې بالکل ستړی شوی یم."

په ترکیه کې یوې بلې افغانې چې د استوګنې وخت یې پای ته رسېدلی د نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې اوس هم افغان کډوال. جبري ایستلو له خطر سره مخ دي:

"کډوال دلته له جبري ایستلو سره مخ دي، شخصاً زه خپله د ډیپورت له ګواښ سره مخ یم، د روان کال په ترڅ کې ما خپله د استوګنې د تمدید لپاره درې ځلې اقدام کړی دی چې دوه ځله یې لنډ مهاله استوګنه راکړه، خو دریم ځل باوري نه یم چې د اوسېدو لپاره به اقامه راکړي او که نه؟ دا راته ډېر اندېښمنونکي دي."

په ترکیه کې د افغان کډوالو نیول، ایستل او د نیولو او شړلو له ګواښ سره مخ کېدل په داسې حال کې دي چې تازه د دغه هیواد د کډوالو ادارې راپور ورکړی چې د روان کال د دسمبر تر ۱۸مې پورې، په ترکیه کې له ۱۵۲ زرو ډیر کډوال د قانوني استوګنې اسنادو نه لرلو له امله نیول شوي دي.

د ترکیې د حکومت دې ادارې ویلي چې د دغه هیواد د پولیسو لخوا نیول شوي ډیری کسان افغان کډوال دي چې شمیر یې له ۴۲ زرو کسانو ډیر دی.

د ترکیې د کډوالو ادارې په ټکو له افغانانو وروسته، د نیولو شویو پناه غوښتونکو تر ټولو لوی شمېر په ترتیب د سوریې، ازبکستان، ترکمنستان او ایران وګړي جوړوي.

د دې ادارې معلومات ښیي چې په ۲۰۲۵ کال کې د نیول شویو پناه غوښتونکو شمیر د تیر کال په پرتله کم شوی دی.

دا اداره زیاتوي چې د ترکیې پولیسو په ۲۰۲۴ کال کې، د دې هیواد په بیلابیلو ښارونو کې له ۲۲۵ زرو ډیر پناه غوښتونکي نیولي، چې له ۶۵زرو ډیر افغانان هم پکې شامل وو.

د ترکیې د کډوالو ادارې د روان کال په عقرب میاشت کې هم د افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، مراکش، عراق، مصر او سوډان څخه د لسګونو زرو بې اسنادو کډوالو د نیولو اعلان کړی و او ویلي یې وه چې افغانان په کې ترټولو لویه برخه جوړوي.

په ترکیه کې په دې وروستیو میاشتو کې د افغانانو نیول داسې مهال زیات شوي، چې ایران او پاکستان هم د افغانانو د نیولو او په زوره ایستلو بهیر چټک کړی، او هره ورځ زرګونه کسان له دې دوو هیوادونو ایستل کیږي او افغانستان ته ستنول کېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان د قوس میاشتې په وروستیو کې راپور ورکړ چې یوازې ایران او پاکستان سږ کال له ۲.۶ ملیونو ډیر افغان کډوال شړلي، خو ترکیې او تاجکستان هم په زرګونو نور افغانستان ته ستانه کړي دي.

دې سازمان ټینګار کړی چې د طالبانو لخوا د بشري حقونو د سرغړونو له مستندېدو سربېره هم، د ایران، پاکستان، ترکیې، تاجکسان، جرمني او اتریش په ګډون یو شمیر هیوادونه هڅه کوي چې افغانان هغه هیواد ته ستانه کړي چیرې چې په پراخ او سیستماتیک ډول په کې بشري حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په وړاندې سرغړونې کیږي.

د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی و چې د بشري ناورین ژوروالی، د بنسټیزو خدمتونو سخت کمښت، پراخه بې کاري او د طبیعي پیښو منفي اغیزې د راستنیدونکو د خطر او زیان ګالۍ کچه د پام وړ لوړه کړې ده.

ترکیه یونان سره د نږدېوالي له امله د افغان او د نورو هیوادونو د کډوالو لپاره چې هڅه کوي اروپا ته ورسیږي، د ټرانزیټ یوه مهمه لاره ده.

خو افغان کډوال ډېری وختونه د غیرقانوني کډوالۍ د مخنیوي پر مهال د پولیسو عملیاتو کې په نښه کیږي.

ترکیې په ۲۰۱۶ کال کې د غیرقانوني کډوالۍ مخنیوي لپاره له اروپايي ټولنې سره یو تړون لاسلیک کړ، خو بیا هم دا هیواد اوس مهال له ۲.۵ ملیونو زیاتو کډوالو کوربه توب دی، چې ډیری یې افغان او سوریایي وګړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *