په نیپال کې هر کال د فيلانو يوه مېله کېږي. په دې مېله کې فيلان يا هاتيان فټبال، د حسن مقابلې او نڅاوې کوي. دې مېلې ته په سلګونو خلک ورځي. خو د مېلې مقصد یوازې د فيلانو لخوا د تفريح برابرول نه دي بلکې خلکو ته دا ښودل دي چې د فيلانو بايد ځانګړی خيال وساتل شي. په دې اړه د رويټرز له ويډيو د ګل ایاز جوړ کړی راپور وګورئ