ریچارډ بنیټ په ایران کې د جنرال سریع د وژنې د څېړلو غوښتنه وکړه
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، د افغانستان پخواني جمهوري نظام د پولیسو د یوه قومندان اکرام الدین سریع د وژنې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.ښاغلی سریع د تیرې چهارشنبې په ماښام له خپل دفتر څخه کور ته روان و چې په تهران کې د دوو مخ پټو وسله والو له خوا ووژل شو.د جنرال سریع سربیره، محمد امین الماس، یو بل پخوانی افغان پوځي هم ووژل شو.ښاغلي بینټ نن په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې د وژنو عاملین باید وپیژندل شي او عدالت ته وسپارل شي.هیڅ ډلې یا فرد د وژنې مسؤلیت نه دی منلی.د طالبانو ځینو مخالفینو، له دې ډلې د آزادۍ جبهې مشر یاسین ضیا، ادعا کړې چې طالبان د دوو پخوانیو سرتیرو د وژنې تر شا وو. طالبانو لا د سریع د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.اخوا د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم له ایران غوښتي چې د دغسې وژنو مخه ونیسي او د ده په خبره "د ترهګرو لاسونه له ایرانه لنډ کړي".