افغانستان او یمن له هغو پیسو بې برخې شوي چې امریکا د ملګرو ملتونو بشري مرستو ته ځانګړې کړي
یو امریکایی چارواکی وايي چې افغانستان د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا د بشري مرستو څخه یو سینټ هم نه ترلاسه کوي.امریکا د ملګرو ملتونو د بشري پروګرامونو د تمویل لپاره د دوه میلیارد ډالرو ژمنه کړې ده.د بهرنیو مرستو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جرمي لیون او د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو مشر ټام فلیچر د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې په دې اړه معلومات ورکړي.ښاغلي لیون ټینګار کړی چې افغانستان او یمن به د امریکا له پیسو هېڅ شی ترلاسه نه کړي.هغه زیاته کړې واشنګټن شواهد لري چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو یوه برخه طالبانو ته رسېدلې او "ولسمشر ټرمپ به هیڅکله دا ونه زغمي چې ترهګرو ډلو ته د مالیه ورکوونکو یوه روپۍ هم په لاس ورشي."دا اقدام په داسې وخت کې کیږي چې د بشري عملیاتو لپاره د امریکا تمویل تر ډېره کم شوی دی.دوه ملیارد ډالر د هغه مقدار یوه کوچنۍ برخه ده چې امریکا په دودیز ډول په مرستو مصرف کړې ده.په ۲۰۲۲ کې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لپاره د متحده ایالاتو ونډه شاوخوا ۱۷ ملیارد ډالر اټکل شوې وه.