په سویس کې د نوي کال په شپه چاودنې یوشمیر کسان وژلي
د سویس پولیسو نن وویل چې د دغه هیواد په جنوب لویدیځ کې د کران-مونتانا د سکي د یوه مرکز په بار کې د چاودنې او اورلګیدنې له امله یوشمیر کسان وژل شوي او ټپيان شوې دي.
سکای نیوز تلویزیون د پولیسو په وینا خبر ورکړ چې تر لږه لس تنه وژل شوي دي، خو یوشمیر سیمه ییزې رسنۍ وایي چې ښایي تلفات زیات وي.
د پولیسو ویاند وویل چې د چاودنې پرمهال په دې بار کې تر سلو ډیر کسان وو.
دا پیښه تیره شپه یوه نیمه بجه رامنځته شوه. سیمه امنیتي ځواکونو کلابنده کړې ده، د دې سیمې پر سر یې الوتنې بندې کړې دي او پولیس وایي چې تر اوسه د چاودنې علت نه دی روښانه شوی.