Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په ایران کې د مظاهرو په ترڅ کې تلفات زیات شوي او په لسګونو کسان نیول شوي

د ایران د دولت تر واک لاندې رسنیو او د نړیوالو بشري حقونو ډلو د جنوري په لومړۍ نېټه راپور ورکړ چې د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ د اخ وډب پرمهال لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوې دي.

حکومتي رسنۍ معترضانو ته د بلواګرو خطاب کوي او هغوی ملامتوي.

ایراني چارواکو تر اوسه دغه راپورونه نه دې تایید کړي، او ازادې راډیو هم ونه شول کولای چې دا راپورونه په خپلواکه توګه تایید کړي.

د ایران ولسمشر مسعود پیزشکیان چې د ډیری څارونکو لخوا نسبتا منځلاری ګڼل کیږي د تاوتریخوالي کمولو هڅه وکړه، ویې ویل چې هغه د ایرانیانو "مشروع غوښتنې" مني په داسې حال کې چې له حکومت څخه یې وغوښتل چې د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره هڅې وکړي.

پزشکیان دولتي تلویزیون ته وویل، له اسلامي دریځه که موږ د خلکو د ژوند ستونزې حل نه کړو نو دوزخ به مو ځای وي.

په دې ترڅ کې ایراني چارواکو نن( د جنوري ۲ مه) د ایران په بیلابیلو سیمو کې د اعتراضونو د مخنیوي لپاره چمتوالی نیولی. امنیتي ځواکونو ژمنه کړې چې د لاریون کوونکو او هغو کسانو پرضد به کلک دریځ خپل کړي چې د ګډوډۍ د رامنځته کولو لپاره له وضعیت څخه ګټه پورته کوي.

د اونۍ له پیله په ایران کې د اقتصادي ستونزو له امله خلکو لاریونونه پيل کړې دي.

سعید ګلکار د ټینیسي په پوهنتون کې همکار استاد چې د ایران چارې څاري په خواله رسنیو کې لیکلي دي چې د لاریونونو نوې څپه د اقتصادي شکایتونو له امله راپورته شوې خو په حقیقت کې یې ریښې د رژیم په استبداد، ایډیالوژیکو تګلارو او بې کفایتۍ کې دي.

د ایران امنیتي ځواکونو یوشمیر کسان نیولي دي. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې په پلازمینه تهران کې لږ تر لږه ۳۰ کسان د 'عامه نظم ګډوډولو' په تور نیول شوي دي. په نورو سیمو کې د البرز، لرستان، چهارمحل او بختیاري ولایتونو په شمول هم د یوشمیر کسانو د نیولو خبرونه خپاره شوې دي.

د ټولنیزو رسنیو ویډیوګانو او راپورونو ویلي چې په تهران کې بازارونه د جنوري په لومړۍ نیټه بیا وتړل شول، سوداګر په سړکونو کې لاریونونه کوي ځکه چې دوی په ازاد ډول د اسعارو د راټیټیدو لپاره له انفلاسیون سره مبارزه کوي.

شیرین عبادي، چې په ایران کې د ډیموکراسۍ راوستلو او د بشري حقونو د ساتنې لپاره د هغې د هڅو لپاره د ۲۰۰۳ کال د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوې وه، د جنوري په لومړۍ نیټه په یوه تلیفوني مرکه کې راډیو فردا ته وویل، "وروستي لاریونونه یو روښانه حقیقت څرګندوي او ډیری ایرانیانو پریکړه کړې چې اوسنی نظام باید پای ته ورسیږي په هر قیمت او ژر تر ژره مخکې له دې چې هغه هیواد چې دوی یې خوښوي نور هم ویجاړ شي.

وروستۍ ناکرارۍ د ایران د مذهبي حکومت لپاره د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر له ناکراریو وروسته چې د دوه ویشت کلنې مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شوې، تر ټولو جدي ننګونې بلل شوې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *