ایران کې د مظاهرو دوام، لږ تر لږه ۱۵ تنه په کې تراوسه وژل شوي دي
په ایران کې پېل شوې مظاهرې اتمې ورځې ته وغځېدې.راپورونه او خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې تېره شپه هم په بېلابېلو ښارونو کې اعتراضونه شوي دي.له پولیسو سره د اخ او ډب راپورونه هم ورکړل شوي دي.په ویډيوګانو کې لیدل کیږي چې امنیتي ځواکونه پر مظاهره کوونکو ساچمه یي ګولۍ او اوښکې بهونکی ګاز کاروي.د هرانا په نوم د ایران د بشري فعالانو یوې مجموعې ویلي، د اعتراضونو له پېل راهیسې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي دي.اعتراضونه تیره یکشنبه د ایراني ریالو د بې ساري ښکته کېدو له کبله تهران کې پیل او لمن یې نورو ښارونو ته هم وغځېده.