طالبانو په کابل او بلخ ولایتونو کې دوه تنه په درو وهلي
د طالبانو حکومت په کابل او بلخ ولایتونو کې دوه تنه په عام محضر کې په درو وهلي دي.د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې چې نن دوشنبې د (جنورۍ په ۵مه) خپره شوې، راغلي:"یوه ښځه په کابل کې د "نامشروع اړیکو" په تور او یو نارینه په بلخ ولایت کې د "زنا" په تور په ۳۹ درو وهل شوي دي".د طالبانو حکومت په تیرو پنځو ورځو کې په بیلابیلو ولایتونو کې شاوخوا لس کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.د طالبانو سترې محکمې له دې وړاندې ویلي چې په تیر ۲۰۲۵کال کې شپږ تنه اعدام او ۱۱۱۸نور کسان د بیلابیلو جرمونو په تور په درو وهل شوي دي.ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې په عام محضر کې سزاوې بندې کړې.دغو سازمانونو د طالبانو له خوا علني سزا له ټولو بشري او انساني حقونو او اصولو سرغړونه یاده کړې ده.