Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

بنګله دېش وايي د ۲۰ اووره کرکټ نړيوال جام لپاره هند ته لوبډله نه لېږي

د بنګله دېش کرکټ بورډ وايي لوبډله به یې د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شل اووره نړیوال جام لپاره هند ته سفر نه کوي.بورډ د جنورۍ پر څلورمه، په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د هند په غوره ليګ (ای پي اېل) کې د بنګله دېشي لوبغاړي مستفیض الرحمن قرارداد ختمېدلو وروسته یې دا پرېکړه کړې ده. بورډ زیاته کړې چې داسې نه معلومېږي چې په هند کې دې یې لوبغاړي خوندي وي نو ځکه یې د کرکټ له نړيوالې شورا غوښتنه کړې چې د بنګله دېش لوبې دې په هند کې نه وي.

دا تر هغې وروسته ده چې د هند کرکټ بورډ په ای پي اېل کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې ته لارښوونه وکړه چې خپل بنګله دېشی لوبغاړی، مستفیض الرحمان له لوبډلې وباسي. د هندي رسنيوو ترمخه، ځينو هندو ملت پالو د مستفیض الرحمن د ليرې کولو غوښتنه ځکه کوله چې په وينا یې په مبیینه ډول په بنګله دېش کې په دې وروستيوو کې له هندوانو سره توپيري چلند او پر هغوی تشدد شوی دی.

د بنګله دېش کرکټ بورډ ويلي دې هر څه ته په کتو یې د لوبغاړو د خونديتوب لپاره دا پرېکړه کړې چې هند ته ته به نه ځي او په بل هېواد کې یې د سیاليوو کولو غوښتنه کړې ده. د کرکټ نړيوالې شورا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د فرورۍ په مياشت کې پيليدونکي، د کرکټ شل اوریز نړیوال جام کې د بنګله دېش لوبې په کلکته او ممبۍ کې پلان شوې وې. هند او سري لنکا د دې جام کوربانه دي. د اسلام اباد او نوي دهلي د خرابو اړيکو له امله، به د پاکستان سیالۍ هم د هند پر ځای په سري لنکا کې کېږي.

۳۰ کلن مستفیض الرحمان د بنګله دېش له مشهورو لوبغاړو څخه دی. هغه په کيڼ لاس تېز بالينګ کوي او په ۲۰۲۵ کال کې کلکته نایټ رايډرز لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د اي پي اېل لپاره په ۹.۲ کروړه هندي روپيوو اخیستی وو. تر اوسه معلومه نه ده چې د هغه پر ځای به بل څوک اخیستل کېږي.

بنګله دېش په نړیوال کرکټ جام کې په سي ګروپ کې دی. د هغوی سره په دې ګروپ کې وېسټ انډيز، انګلېنډ، نيپال او ايټلي اچول شوي دي.

افغانستان هم د راشد خان په مشرۍ د نړيوال جام لپاره خپله لوبډله اعلان کړې ده. پاکستان لا تر اوسه داسې نه دې کړې او وايي د جنورۍ پر اوومه پيلېدونکې د سري لنکا په وړاندې د دريوو، شل اووره تر سیاليوو وروسته به د نړیوال جام لپاره لوبډله اعلانوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *