د لسګونو هیوادونو استازي نن په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسیدو پر لارو چارو غونډه کوي
ټاکل شوې ده چې د اوکراین پلوه اروپایي هیوادو چارواکي نن د امریکا له استازیو سره وګوري او په اوکراین کې د نژدې څلور کلنې جګړې د پای ته رسیدو پر لارو چارو خبرې وکړي.
د جرمني خبرې اژانس د راپور له مخې دا غونډه به په پاریس کې وشي او د پنځه ویشت هیوادونو استازي به ګډون پکې وکړي.
د امریکا د پلاوي استازیتوب به د امریکا ځانګړی استازی سټو ویټکاف او د ولسمشر ټرمپ زوم جیرید کوشنر وکړي.
تمه ده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د ناټو عمومي منشي مارک روټه هم په دې غونډه کې برخه واخلي.
اټکل کیږي چې د ننۍ غونډې د بحث یو مهم ټکی به دا وي چې څرنګه د څو ملتونو یو ځواک جوړ شي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ سوله ټینګه کړي.