ايران ته پر لارې د مړو شويو افغان زلميانو کیسه
د دیسمبر په مياشت کې د ۱۵ هغو افغانانو مړي افغانستان ته ولېږدول شول چې ايران ته پر لاره مړه شوي وو. په دوی کې د هرات د يوې ولسوالۍ دوه زلمیان، نجيب الله حبیب الله هم وو. د هغوی ويرجنې کورنۍ وايي چې د ښه ژوند په لټون یې خپل بچي یې له قاچاقبرو سره ملګري کړل خو په لارو کې یې واورو ژوند واخیست. دطالبانو حکومت وايي په ۲۰۲۵ کال کې یې له ۳۰۰ ډېر قاچاقبران نيولي دي خو فرانس پرېس خبري اژانس ويلي چې تر څو اقتصاد او روزګار بهتر نه شي، خلک به د قاچاق او نورو لارو د ښه ژوند په لټون له افغانستانه ووځي.
بشير ګواښ په دې اړه د هغه اژانس له ويډيو راپور جوړ کړی.