د هند په پلازمېنه نوي دلي کې ګرد او غبار د هوا کیفیت زښت خراب کړی دی او ورسره د یخنۍ څپه راغلې. ښار ته له نورو ایالتونو ورغلي مزدوران وايي، د ناروغیو له وجې خپلو پلرنیو سیمو ته ستنېږي. په هغه ښار کې ډېری مزدوران د بې وزلۍ له لامله په کرایه کورونه نه شي نیولای او عموماً تر شنه اسمان لاندې ژوند تېروي. تفصیل د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.