یو افغان ځوان بریتانیا کې د انساني قاچاق په تور محاکمه کیږي
یو اتلس کلن افغان پرون چهارشنبه د بریتانیا په یوه محکمه کې هغه تورونه رد کړل چې ګواکې د لسګونه کډوالو ژوند یې خطر کې اچولی و.د امان ناصر په نوم دغه ځوان تورن دی چې د ۴۶ ناقانونه کډوالو یوه ربړي بیړۍ یې له فرانسې څخه د بریتانیا په لور بیولې ده.دغه افغان په محکمه کې ویلي، دی مجبور کړای شو و چې دغه بیړۍ له فرانسې بریتانیا خواته هدایت کړي.د هغه بله محکمه د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په ۹مه جوړېږي.دا د مانش کانال له لارې لومړۍ ډله کډوال دي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې بریتانیا ته رسیدلي دي.د بریتانیا حکومت په نوي قانون کې هغه کسان مجرم پيژني چې کډوال په دې خطرناکه لاره بریتانیا ته رسوي.۲۰۲۵ کال کې ۲۹ کډوالو پر دغه لاره ژوندی بایللی دی.