د ایران په سوېل ختیز ښار کرمان کې د مظاهرو یو عیني شاهد وايي، امنیتي ځواکونو د احتجاجیانو د ځپلو لپاره له تاوتریخوالي ډک عملیات پیل کړي دي. د مشال راډيو ایرانۍ څانګې "راډیو فردا" له هغه سره خبرې کړې دي. موږ د امنیتي لاملونو پر اساس د هغه نوم او غږ بدل کړی دی. هغه وايي، امنیتي سرتېرو د جنورۍ پر نهمه د مظاهرو پر مهال "سلګونه ډزې" وکړې. په داسې حال کې چې په ایران کې حکومت ضد مظاهرې ۱۵مې ورځې ته داخلې شوې دي چارواکو انټرنیټ تړلی دی. د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه د جنورۍ پر نهمه وویل، نه په شا کېږي. په هغه هېواد کې په هغه هېواد کې د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ او ایراني تومان د ارزښت کمېدو پر ضد مظاهرې پیل شوې چې ژر د حکومت پر وړاندې پر لاریونونو بدلې شوې. په دې اړه د فردا راډیو له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.