Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نوی ډیلی او کابل د اړیکو پراخیدل مهم بولي

په هند کې د افغانستان سفارت چې چارې یې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا نومول شوي لوړپوړي ډیپلومات ته سپارل شوي وایي، نوي ټاکل شوي شارزدافیر یې له هندي چارواکو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړي کیدو پرلارو چارو خبرې کړي دي.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې نوراحمد نور لومړنی ډيپلومات دی چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت له خوا په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ته د شارزدافیر په توګه ګومارل شوی. سفارت په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلي نور د دندې له پیلیدو سره سم له هندي چارواکو سره لیدنې کتنې ترسره کړي دي. په بیان کې ویل شوي چې په دې لیدنو کتنو کې دواړو لورو د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو د پیاوړي کیدو پراهمیت ټینګاروکړ. په دې اړه نور جزیات ندي ورکړل شوي خو سفارت د نور او د هند د بهرنیو چارو د وزارت د چارواکي آنند پراکاش یو تصویرهم خپورکړی دی. هندي چارواکو تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

داچې نوی ډیلی او کابل په کومو برخوکې اړیکې پیاوړی کولای شي، د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخواني استاد نصرالله ستانیکزی وایي، د افغانستان په وړاندې د هند سیاستونو او نړیوالو حساسیتونو ته په پام نښايي چې دا هیواد په نژدې راتلونکې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني خو په ځینو برخو کې کولای شي ورسره همکاري زیاته کړي.

غږ

" د افغانستان او هند اړیکې تیر ته په کتو سره ځانګړې پوتنسیلونه او ظرفیتونه لري، اما له طالبانو سره د اړیکو په ارتباط باید ووایو چې په ډیپلوماتیک لحاظ په همدغه سطحه چې اوس دي، په همدې سطحه به انکشاف وکړي، اما له کابل سره حقوقي، سياسي ډیپلوماټیک روابط ناشونې بریښي دا ددې لپاره چې هم د هند حکومت د افغانستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني او هم په نړیوالو مجامعو کې د طالبانو د حکومت غړیتوب په تعلیق کی دی. اما نور ظرفیتونه وجودلري: مثلاً تجارتي او اقتصادي ظرفیتونه شته او حتی امنیتي او استخباراتي ظرفیتونه کیدای شي ورغول شي یا له سره شروع شي یا هم وده ورکړل شي."

هند د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی خو په دې وروستیو کې یې ورسره اړیکې پراخې کړې دي. د دواړو ترمنځ اړیکې وروسته له هغې پیاوړې شوې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د تیرمیلادي کال په اوکتوبرمیاشت کې هند ته په رسمي سفرولاړ. له هغه وروسته د طالبانو د حکومت څو نورو وزیرانو هم له هند څخه رسمي لیدنې کتنې ترسره کړې چې په ترڅ کې یې په افغانستان کې د درملو په سکتورکې د پانګونې په ګډون ځینې هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول. نوي ډیلي هم په تیره اکتوبرمیاشت کې علان وکړچې په کابل کې یې سفارت په بشپړه توګه خپلې چارې بیرته پیل کړې دي. د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته نوي ډیلي په کابل کې خپل سفارت د تخنیکي ماموریت ترکچې راټیټ کړی و. په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو له خوا ګومارل شوی شارزدافیرښاغلی نور چې له دې مخکې یې په بهرنیو چارو وزارت کې د لومړۍ سیاسي څانګې د ریس په توګه دنده ترسره کوله، له نوي ډیلي څخه د امیرخان متقي د رسمي کتنې په پلاوي کې هم شامل و.

له نوي ډیلي سره د طالبانو اړیکې وروسته له هغې تودې شوې چې له اسلام آباد سره یې په اړیکو کې ترینګلتیا زیاته شوه. ښاغلی ستانیکزی دا له نوي ډلي سره د طالبانو د اړیکو د پیاوړي کیدو یو بل مهم عنصربولي.

غږ

" له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو خړپړتیا دا زمینه مساعدوي چې هندیان له دې موقع نه زیاته استفاده وکړي او طالبان به هم د مجبوریت له مخې او هم د دې لپاره چې په پاکستان باندې فشار راوړي او هم ورڅخه امتیاز واخلي، ممکن دغه اړیکې پراختیا ومومي، اما یوه ټکي ته باید پام ولرو چې له افغانستان سره د هند اړیکې د تاریخ په اوږدو کې هیڅکله هم ستراتیژیکې نه وې بلکې هغه معمولاً د منافعو پربنسټ وې او تکتیکي حالت یې درلود."

د اسلام آباد او کابل ترمنځ اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې چې د تیرکال په اوکتوبرمیاشت کې پاکستاني الوتکو په افغانستان کې دننه یوشمیرهدفونه په نښه کړل او د طالبانو حکومت یې په وړاندې د ډیورند د کرښې په اوږدو کې پرپاکستاني پوځي پوستو پراخ بریدونه ترسره کړل. له هغه مهال راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ راکړه ورکړه له خنډ سره مخ شوې او ترمنځ یې ټولې لارې بندې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *