د افغانستان کرکټ بورډ، له هیواده بهرلیګونو کې پر لوبغاړو د لوبیدو شرایط ولګول
د افغانستان کرکټ بورډ د یوې نوې پالیسۍ له مخې د افغانستان د کرکټ غوره لوبغاړي لکه راشد خان کولی شي چې په کال کې په دریو بهرنیو تجارتي لیګونو کې ولوبوي، خو په کورنیو سیالیو کې یې ګډون هم حتمي دی.
کرکټ بورډ پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل چې دغه پریکړه د بورډ په کلنۍ عمومي غونډه کې شوې او هدف یې دادی چې
"د لوبغاړو فزیکي روغتیا او ذهني هوساینه خوندي شي".
په بیان کې همدارنګه ویل شوي چې "دا اقدام د لوبیدو د فشار د مدیریت لپاره شوی او غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې لوبغاړي د ملي لوبو لپاره په ښه وضعیت کې وي."
د بیان له مخې ټول لوبغاړي باید د افغانستان د غوره لیګ پنځو ټیمونو لپاره چې ټاکل شوې لوبې یې د ۲۰۲۶ کال په اکتوبر کې په متحده عربي اماراتو کې پیل شي، حاضروي.
د آل رونډر ستوری راشد خان د هند، متحده عربي اماراتو، امریکا، جنوبي افریقا او انګلستان د کرکټ په لیګونو کې لوبیږي.
د هغه نورهمکاران، نوراحمد، مجیب الرحمان، رحمن الله ګربز او ځوان لوبغاړی الله محمد غضنفر هم په نړۍ کې په څو لیګونو کې لوبېږي.
د رویترز په وینا په نورو هیوادونو کې هم ورته محدودیتونه شته. پاکستان خپلو مهمو قراردادي لوبغاړوته د پاکستان له غوره لیګ څخه بهریوازې دوو بهرنیو لیګونو کې د لوبیدو اجازه ورکړې، پداسې حال کې چې هند خپل قراردادي نارینه لوبغاړي نه پریږدي چې په هیڅ یوه بهرني لیګ کې برخه واخلي.