Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امریکا د افغانستان او پاکستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو وګړو ته د مهاجرت ویزو ورکول ځنډوي

په داسې حال کې چې واشنګټن د افغانستان، پاکستان، ایران او روسیې په ګډون د لسګونو هېوادونو وګړو ته د مهاجرت ویزو ورکولو بهیر ځنډولی دی، اسلام اباد وايي پر دې موضوع له امریکايي چارواکو سره په رابطه کې دی.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د جنورۍ پر ۱۵مه په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته په وینا کې هیله وښوده چې پاکستانیانو ته د "مهاجرت ورکولو بهیر ژر بحال" شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د مهاجرت ویزو ځنډول د مهاجرت په اړه د امریکايي حکومت تګلارې ته د بیاکتنې د عمل برخه ده.

دا تر هغې وروسته ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزرات د جنورۍ پر ۱۴مه په بیان کې وویل چې د روانې میاشتې له ۲۱مې څخه د ۷۵ هېوادونو وګړو ته د مهاجرت ویزو ورکولو بهیر ځنډوي.

بیان وايي، تر هغو چې حکومت دا باوري کړې نه وي چې "د مهاجرت په ویزو ورغلي نوي کسان به د امریکایانو له شتمنیو او دولته ګټه نه پورته کوي" بهیر به ځنډېدلی وي.

بیان وايي، د "سومالیا، هېتي، ایران او اېرېټریا" په ګډون "د لسګونو هېوادونو وګړي اکثر" د مهاجرت په ویزو امریکا ته تر تګ وروسته د "ژوند تېرولو لپاره پر حکومتي مرستو متکي" کېږي او په دې توګه د "امریکایانو له سخاوته ناوړه ګټه" اخلي.

د مهاجرت په ویزو امریکا ته تلونکي خلک هغه هېواد ته له داخلېدو سره سم د استوګني دایمي اسنادو (چې په عامه اصطلاح زرغون یا ګرین کارډ بلل کېږي) ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک دایرولای شي او بیا هلته د اوسېدو او کار کولو اجازه لري.

د وزارت پر ووبپاڼه په نوملړ کې د اسیا، افریقا، لاتیني امریکا، منځني ختیځ او ختیزې اروپا بېلابېل هېوادونه شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې زیاته کړې ده چې د سیلګرۍ یا سیاحتي ویزو چارې د پخوا په څېر دوام لري.

البته واشنګټن تر دې مخکې تېر کال د یوشمېر هېوادونو پر وګړو امریکا ته پر ورتګ بشپړ یا جزوي بندیز لګولی وو چې لا هم پر ځای دی.

ټرمپ د ۲۰۲۵ز کال په ډېسېمبر کې هغه محدودیتونه تر نورو هېوادونو وغځول. سپینې ماڼۍ د ډېسېمبر پر ۱۶مه وویل چې د هېواد د "امنیت" په موخه "د سوریې (شام)، بورکینا فاسو، مالي، نایجر او جنوبي سوډان پر وګړو" او داراز د فلسطینۍ ادارې پر پاسپورټ لرونکو امریکا ته پر ورتګ بندیزونه لګوي چې د ۲۰۲۶ز کال له جنورۍ عملي شو.

سپینې ماڼۍ داراز د نایجېریا، سېنېګال، تنزانیا، زېمبابوې او مورېتانیا (مورېطانیا) په ګډون د ۱۵ هېوادونو پر وګړو امریکا ته پر ورتګ "جزوي سفري محدودیتونه" لګولي ول.

واشنګټن تر دې مخکې د ۲۰۲۵ز کال په جون کې د افغانستان، ایران، لیبیا، سومالیا او یمن په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو هغه هېواد ته پر ورتګ بندیز لګولی وو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *