کردي ځواکونه د حلب ښار له څنډې څخه نن ووتل
د سوریې پوځ نن خبر ورکړ چې د حلب ښار ختیځ ته داخل شوې دي.د پوځ په وینا یوه ورځ مخکې تر دې کردي ځواکونو موافقه وکړه چې دا سیمه به پریږدي. تیره اونۍ په دې سیمه کې د دواړو لوریو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې.په هغه بیان کې چې د دولتي تلویزیون له لارې خپور شو، د سوریې پوځ وویل چې د دوی ځواکونه د لویدیځ فرات سیمې ته چې د (دیر حافر) له ښارګوټي څخه پيلیږي، داخل شوې دي.د شوې موافقې له مخې کردي ځواکونو منلې چې له نن سهار څخه به سیمه پریږدي.