Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د خبریالانو د خونديتوب کمېټي: د ۲۰۲۵ز کال تر پایه نړۍ کې تر ۳۳۰ زیات خبریالان بندیان ول

د خبریالانو د خونديتوب نړیوالې کمېټۍ (کمېټي ټو پروټېکټ جرنلېسټس یا سي پي جې) په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې د ۲۰۲۵ز کال تر پایه په نړۍ کې تر ۳۳۰ زيات خبریالان د "خپل کار له امله" بندیان ول.د هغې امریکا مېشتې ناحکومتي ادارې په خبره، دا پرله پسې پينځم کال دی چې تر ۳۰۰ زیات خبريالان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې زندانيان دي.

سي پي جې د جنورۍ پر ۲۱مه په خپل ځانګړي راپور کې ويلي دي چې چین، میانمار او اسراییل د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر تر لومړۍ نېټې د خبريالانو د زنداني کولو تر ټولو لوی هېوادونه بلل شوي دي او تر دې وروسته بیا په روسیه او بېلاروس کې زیات خبریالان بندیان ول.

په راپور کې راغلي چې د خبریالانو د بندي کېدو کچه له ۱۹۹۲ز راهیسې درېیمې لوړې سطحې ته رسېدلې او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د جګړو او سیاسي فشارونو له امله لا هم لوړه ده.

کمېټي وايي، د زنداني خبريالانو درېیمه برخه په بند کې د "خراب چلند، شکنجې او وهلو" راپورونه ورکوي.

چین د درېیم ځل لپاره په نړۍ کې د خبریالانو لپاره "تر ټولو بد وضعیت لرونکی" هېواد بلل شوی، او په ۲۰۲۵ز کال کې يې ۵۰ خبریالان یې بندیان کړي دي. میانمار د ۳۰ بندیانو په لرلو سره دویم او اسراییل د ۲۹ فلسطینیو خبریالانو په زنداني کولو پر درېیم مقام دی.

په راپور کې راغلي چې ډېری خبريالان "له قانوني بهیره پرته" په بند کې ساتل کېږي.

د سي پي جې په راپور کې دا هم راغلي چې پر سیمه‌ ییز کچ، اسیا د ۱۱۰ خبريالانو په زنداني کولو تر ټولو خطرناکه سیمه ده.

اخوا په ۲۰۲۵ز کال کې په اروپا او مرکزي اسیا کې ۹۶ خبریالان، په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې ۷۶، په افریقا کې ۴۲، او په امریکا کې شپږ خبریالان بندیان ول.

کمېټه وايي، د بندیانو ډېری برخه د سیاسي چارو خبریالي کوي، او ۲۶ سلنه یې له پينځو کلونو له زیاتې مودې راهیسې "بې له محاکمې" په زندان کې دي، چې دا د نړیوالو قوانینو "ښکاره سرغړونه" ده.

سي پي جې زیاتوي چې په ۲۰۲۵ز کال کې ۱۱۶ بندي خبریالان خوشې شوي هم دي.

د خبریالانو د خونديتوب کمېټۍ خپل تازه راپور په داسې حال کې خپور کړی چې په پاکستان او افغانستان کې هم وخت په وخت خبريالان نيول کېږي او ځينې يې ان وژل شوي هم دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *