افغانستان کې ورښتونو يوشمېر کسانو ته مرګژوبله اړولې ده
په افغانستان کې د سختې واورې او بارانونو له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي، یوشمېر کورونه نړېدلي او ځیني لویې لارې بندې شوې دي.د راپورونو له مخې د جنورۍ پر ۲۲مه د ورښتونو له امله مرګژوبله په کندهار، پروان، بامیان، میدان وردک، جوزجان او فاریاب ولايتونو کې اوښتې ده. تر اوسه د شاوخوا ۱۰ کورونو د زیانمنېدو او د نېږدې ۵۰۰ څارویو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
په نورستان کې سیمه ییزو چارواکو د جنورۍ پر ۲۲مه وویل چې تر سختو ورښتونو وروسته د یوه کور د بام نړېدو له امله درې ماشومان وژل شوي او يو ماشوم او يوه ښځه ژوبله شوې ده.
اخوا د جنورۍ پر ۲۱مه د کندهار په ډنډ ولسوالي کې د یوه کور د بام نړېدو له امله شپږ ماشومان وژل شوي دي.
د طالبانو حکومت د عامه ګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د جنورۍ پر ۲۲مه کورنيو رسنيو ته په استول شوي پیغام کې ويلي دي چې د سالنګونو په ګډون په بامیان، دایکنډي، غور، خوست، پکتیا، میدان وردګ او غزني ولایتونو کې یوشمېر لارې د واورې ورېدو او دوامداره توپان له امله په لنډمهال ډول د ټرافيکو پرمخ تړل شوې دي.
د طالبانو حکومت د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو ورځو کې هم په څو ختیزو او شمال ختیزو ولایتونو کې د نورو ورښتونو خبرداری ورکړی دی.
په بيان کې ويل شوي چې د جنورۍ پر ۲۳مه په بدخشان، نورستان، پنجشیر، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست کې د واورو او بارانونو وړاندوينه شوې ده.
تر دې مخکې د ډېسېمبر په پای او د ۲۰۲۶ز کال د جنورۍ په پیل کې تر اوږدې وچکالۍ وروسته د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې درې ورځې سخت ورښتونه وشول چې له وجې یې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه واړول.
په عين حال کې د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې هم د جنورۍ پر ۲۲ او ۲۳مه په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د "سختو" بارانونو او په غرنيو سيمو کې د واورو وړاندوينه کړې وه.
ادارې د جنورۍ پر ۲۲مه پر اېکس پاڼه په بيان کې ويلي دي چې د خيبر پښتونخوا په چترال، دير، سوات، کالام، شانګلې، کوهستان، بټګرام، بونېر، پېښور او قبايلي ضلعو کې د سختو بارانونو او په غرنيو سيمو کې د واورې امکان دی.
همداراز په بيان کې راغلي دي چې د بلوچستان په شمالي ضلعو لکه کوټه، زيارت، چمن، پښين، مسلم باغ، کلا سيف الله، کلا عبدالله، هرنايي او ژوب کې د واورې ورېدو لړۍ پيل شوې چې زور يې زياتېدای شي.
د کوټې په ګډون د بلوچستان په ګڼو سیمو کې د باران او واورو وروستۍ لړۍ هلته د یخنۍ زور زيات کړی دی.
د هوا پېژندنې ادارې د واورو ورېدو له امله د سړکونو بندېدو خبرداری هم ورکړی وو او خلکو ته یې د احتیاط کولو سپارښتنه کړې وه.