"په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې د ایران او ترکیې پر پوله د لسګونو افغانانو د مړینې ادعاوې"
په ایران کې میشت یو شمېر افغانان چې غوښتل یې له غیر قانوني لارو ترکیې ته او له هغه ځایه اروپا ته ولاړ وشي، وايي په دې وروستیو کې په دغو لارو لسګونه افغانان د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دي.
دوی ادعا کوي چې شاوخوا ۲۵ کسان د ترکیې سرحدي پولیسو له وهلو، ډبولو وروسته، له بوټانو او ژمنیو جامو پرته بیرته د ایران په لور په سختو او واورینو لارو شړلي دي.
د دغې پیښې په اړه په ایران کې یوشمیرافغان کډوالو څو ویډیوګانې له ازادي راډیو سره شریکې کړي چې په یوه کې یې ادعاکوي چې د روانې جنوري میاشتې په ۲۵ له ایرانه ترکیې ته د دوی د ناقانونه کډوالۍ د هڅې پر مهال ثبت شوې ده.
په دغو ویډیو ګانو کې د یو شمېر ځوانانو جسدونه لیدل کیږي او د ویډیو ثبتونکی ادعا کوي چې دا افغانان دي.
د پېښې عیني شاهدان ادعا کوي چې د ترکیې پوله ساتو دا کسان وهلي، ډولې، بیا یې ورنه بوټان او ژمنۍ جامي اخیستۍ او په یخنۍ کې یې د ایران په لور شړلي دي.
کوم کس چې دغه ویډیو یې ثبت کړې وایي، ده هم غوښتل چې په ناقانونه ډول ترکیې ته داخل شي خو په لاره له دې پېښې سره مخ شو.
هغه د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ ۲۸مه د خپل نوم د نه خپرېدو او د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې شاوخوا ۲۵ افغانان له ترکیې تر شړلو وروسته د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دي: "له سلو ډېر افغان کډوال، چې عمرونه یې له ۱۵ تر ۲۵ کلونو وو، چې دوه یا درې تنه یې د پېښور او نور د ننګرهار، لغمان، نورستان، کاپیسا او پکتیا اوسېدونکي وو، د ایران له پولې ترکیې ته تللي وو. د ترکیې پولیسو دوی نیولي او دوه شپې او ورځې یې په لوږه او تنده کې ساتلي او وروسته یې ترې بوټان، جرابې، جمپرونه اخیستي او له شکنجې وروسته یې د شپې ناوخته د ایران په لور شړلي دي. د سختې یخنۍ له امله تر اوسه ۲۵ مړي موندل شوي او ۲۰ کسان ژوندي راوړل شوي دي چې د هغوی روغتیايي وضعیت هم خراب دی او نور لا هم لادرکه دي."
د دې پېښې یو بل عینې شاهد چې ده هم نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډيو ته وویل:
" ډېره بده او ویرونکې ورځ وه، ځکه دا چې انسانان پراته وي، ځینې مړه او ځینې چیغې وهي او ته هغه سیمې ته ورشې، نو فکر وکه څومره سخت حالت به وي."
دوی وايي په افغانستان کې د فقر، بې وزلي او د کار نشتوالی لامل شوی چې افغان ځوانان په دغه ډول سختو مرګونو لارو له خپل هیواده د وتلو هڅه وکړي، هغه لارې چې د بشري حقونو د بیلابیلو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ هر کال د لسګونو افغان کډوالو ژوند اخلي.
په ټولنیزو رسنیو کې په یو شمېر نورو خپرو شویو ویډیو ګانو کې نسبتا یو تنکی زلمی ښودل کېږي چې لاسونه او پښې یې یخ وهلي او روغتیايي وضعیت یې ډېر خراب دی.
ازادي راډیو په خپلواک ډول دا ویدیوګانې نه شي تایدولی.
د طالبانو او ترکیې حکومتونو د دې راپور تر خپرېدو تر اوسه د دغه پېښې په اړه په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د ایران او ترکیې پوله چې نږدې دوه زره کیلومتره اوږدوالی لري، د افغانانو لپاره د ناقانونه کډوالۍ یوه ډېره خطرناکه لاره بلل کېږي، چې په کې دښتې او غرني سیمې شاملې دي.
تر دې مخکې د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو بنسټونو ویلي وو چې افغان کډوال د ایران–ترکیې په پوله له تاوتریخوالي ډکې شړنې سره مخ کيږي.
ترکیه یونان ته د نېږدې والي له امله د افغانانو او د نورو هېوادونو د کډوالو لپاره چې هڅه کوي اروپا ته ځانونه ورسوي، د ترانزیټ یوه مهمه لاره ده.
خو افغان کډوال ډېری وخت د پولیسو د هغو عملیاتو هدف ګرځي، چې د چارواکو په وینا، د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.
د ترکیې د کډوالۍ ادارې یوه میاشت مخکې ویلي وو، چې په تېر نږدې یو کال کې یې له ۴۲ زرو څخه زیات افغان پناهغوښتونکي د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیولي دي.