له تهران سره هوکړې ته د نه رسېدو په صورت کې د ټرمپ خبرداری
له دې سره هممهاله چې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکیچونه بې ساري کچې ته لوړ شوي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل هیله لري چې امریکا او ایران د تهران د اټومي پروګرام په اړه یوې موافقې ته ورسیږي، خو خبرداری یې ورکړ چې پوځي انتخابونه هم په میز کې دي.
ښاغلي ټرمپ، د ایران د رهبر علي خامنه ای د څرګندونو په ځواب کې، چې خبرداری یې ورکړی و چې پر ایران د امریکا برید به "سیمه ییزه جګړه" رامینځته کړي، وویل چې که کومه موافقه ونه شي، "بیا به وګورو چې هغه سم وو که نه."
نور جزییات د صفي الله ستانکزي په دغه راپور کې