Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پاکستان وايي د ایران او امریکا ترمينځ يې په راتلونکو مذاکراتو کې د ګډون بلنه تر لاسه کړې ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې ده چې اسلام اباد ته د ایران او امریکا ترمينځ په خبرو اترو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمينځ د تاوتریخوالي کمول دي.د پاکستان ډان ورځپاڼه ليکي، د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د فبرورۍ پر درېيمه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "پاکستان د ایران او امریکا ترمينځ د راتلونکو خبرو اترو لپاره بلنه ترلاسه کړې ده."

ډان ورځپاڼې د یوې سفارتي سرچينې په حواله ويلي دي چې تمه کېږي چې د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به په هغه غونډه کې برخه اخلي.

د امریکا اکسیوس خبري شبکې د دوو نامعلومو سرچینو او یو امریکایي چارواکي په حواله ویلي دي چې تمه کېږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به د ايران اټومي مسلې په اړه د فبرورۍ پر شپږمه د ترکيې په استنبول ښار کې د منځني ختیځ چارو لپاره د امریکايي ولسمشر له ځانګړي استازي سټیف وېټکوف سره ليده کاته وکړي.

د ایران ولسمشر مسعود پیزشکیان هم تایید کړې ده چې له امريکا سره يې د خپل اټومي پروګرام په اړه د مذاکراتو د پیل لارښوونه کړې ده.

نوموړي د فبرورۍ پر درېيمه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې هغه د ايران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته لارښوونه کړې ده چې "عادلانه او مساوي مذاکرات" تعقيب کړي.

دا تر هغه وروسته ده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ايران ته خبرداری ورکړی وو چې که هغوی د خپل اټومي پروګرام په اړه "معامله" ونکړي نو دا ځل به د امريکا عمليات تر پخوا "سخت" وي.

ټرمپ د جنورۍ پر ۲۸مه پر خپله ټولينزه شبکه "ټروت سوشل" ليکلي وو چې یو ستر بحري ځواک د ایران پر لور روان دی، چې مشري یې د الوتکو وړونکې جګړه ‌ییزه بحري بېړۍ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې خلکو د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ پر ضد مظاهرې پیل کړې چې ژر په حکومت ضد لاریونونو بدلې شوې.

په وروستیو کې په ایران کې ګراني په بېساري ډول زیاته شوې او د نړیوالو اسعارو پر وړاندې د ایراني تومان ارزښت خورا ټیټ شوی دی.

دا په ۲۰۲۲ز کال کې په ایران کې د پولیسو په حراست کې د یوې نجلۍ د وژنې په غبرګون کې له پیل شویو حکومت ضد مظاهرو راهیسې تر ټولو پراخ لاریونونه دي چې چارواکو یې د ځپلو لپاره له ظالمانه ځواکه کار اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران حکومت د جنورۍ پر ۲۱مه پخلی وکړ چې په وروستیو مظاهرو کې ۳،۱۱۷ کسان وژل شوي دي.

ایراني حکومت دا ارقام تر هغې څو ورځې وروسته خپاره کړي دي چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په مظاهرو کې د "زرګونو کسانو وژل کېدل" تایید کړل.

البته د بشري حقونو د امریکا مېشتي سازمان خبري اژانس هرانا د احتجاجونو پر مهال له ۶،۰۰۰ د زياتو کسانو وژل کېدل تاييد کړي او وايي، څه باندې ۹،۰۰۰ قضیې ارزوي. د بشري حقونو نورې ډلې هم د زرګونو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکوي.

مشال راډیو په ایران کې د انټرنېټ بندېدو له وجې په خپلواکه توګه د ایراني حکومت او بشري حقونو ادارو ارقام نه شي تاییدولای.

په ایران کې د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانې او تومان ارزښت ټیټېدو خلاف مظاهرې پیل شوې چې وروسته په حکومت ضد احتجاجونو بدلې شوې.

فعالان وايي چې په انټرنېټ بندير لګولو او امنیتي فشارونو له امله لاریونونه ورو، ورو کمزوري شول.

خامنه يي د جنورۍ پر ۱۷مه ولس ته په وینا کې مظاهرې "د امریکايي فتنې" په نوم یادې کړې وې او و یې ویل چې "حساب یې باید له امریکا سره وشي."

نورو ایرانیو چارواکو هم مظاهرچیان بلوه ګر بللي، خو فعالان وايي چې حکومت د تاوتریخوالي اصلي مسوول دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *