Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ایراني او امریکايي چارواکي نن په عمان کې مذاکرات پیلوي

ټاکل شوې چې د امریکا او ایران چارواکي په داسې حال کې د عمان په مسقط کې خبرې پیل کړي چې واشنګټن خپلې جنګي بېړۍ له هغه هېواد سره په شاوخوا اوبو کې ځای پر ځای کړې دي.د فبرورۍ شپږمې په مهمه غونډه کې د امریکايي پلاوي مشري د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیف وېټکوف او د ایراني پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کیرولین لیوېټ د فبرورۍ پر پینځمه خبریالانو ته وویل، په داسې حال کې چې د واشنګټن او تهران ترمینځ مذاکرات کېږي، ایراني رژیم ته دا په ګوته کول غواړي چې ولسمشر ټرمپ د ډېپلوماسۍ ترڅنګ د نورو چارو استعمالولو اختیار هم په لاس کې لري.

ټرمپ د فبرورۍ پر څلورمه اېن بي سي ټېلېوېژن ته په مرکه کې ویلي ول چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي "باید ډېر اندېښمن و اوسي."

اخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې تهران دا مسوولیت لري چې په سیمه کې د امنیت او ټېکاو لپاره د ډېپلوماسۍ هېڅ موقع ضایع نه کړي.

د دواړو هېوادونو چارواکي پر داسې مهال له یو بل سره ګوري چې په تېرو ورځو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د سعودي عرب او مصر د سفر پر مهال د هغو هېوادونو له چارواکو سره د ایران په اړه خبرې وکړې.

نوموړي د فبرورۍ پر پینځمه هېواد ته د ستنېدو پر مهال خبریالانو ته وویل، پوره هڅه کوي چې د امريکا او ایران ترمینځ ترینګلتیا په سیمه کې د نوې شخړې او ګډوډۍ د پراختیا سبب نه شي.

په همدې حال کې ټرمپ خبرداری ورکړی دی چې که خبرې بې نتیجې شي نو ښايي ناوړه پایلې ولري.

بلخوا ايران وايي که له هېواد سره یې سم چلند وشي نو د اټومي پروګرام په اړه موافقې ته رسېدلی شي.

په ایران کې د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ او تومان ارزښت ټیټېدو خلاف مظاهرې پیل شوې چې وروسته په حکومت ضد احتجاجونو بدلې شوې او پکې د بشري حقونو د ډلو په وینا زرګونه کسان ووژل شول.

ټرمپ د هغو مظاهرو پر مهال هم څو ځلې ایران ته خبرداري ورکړل او دا یې هم وویل چې وخت راغلی چې په هغه هېواد کې نوي مشران د واک پر ګدۍ کښېني.

تر دې مخکې خامنه يي هم پر ټرمپ مستقیمې نیوکې کړې وې او وروستۍ مظاهرې یې "د امریکايي فتنې" په نوم یادې کړې او و یې ویل چې "حساب یې باید له امریکا سره وشي."

همدا لامل دی چې په تېرو اوونیو کې د دواړو هېوادونو ترمینځ ترینګلتیا لا زیاته شوې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *