په کابل کې د برښنا پرچاوي د کورنیو زړې کیسې راسپړي
په ژمي کې د برښنا پرچاوۍ د کابل ښار د اوسیدونکو جدي ستونزه ده ،کورونه یخ، خونې تیاره، او د زده کړو په شمول د ژوند نورې ټولې عادي چارې چې برښنا پورې تړلې دي له دې امله له ننګونو سره مخ وي.
خو د کابل ښار یو شمیر اوسېدونکي وايي، له دې ټولو ستونزو سره سره دا چاره ډېر ځله لامل کېږي، چې د کورنۍ غړي ټول په یو ځای سره راټول او یو د بل تر څنګ پاتې شي.
د کابل يوه اوسېدونکې چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي او د څلورو ماشومانو مور ده، ازادي راډیو ته وويل، د برښنا د پرې کېدو پر مهال، که څه هم له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، خو خپلو ماشومانو ته بیا د تېر کيسې کوي چې هغوی ته هم جالبې وي:
"که څه هم بېبرښنايي ډېره سخته ده، خو یو څه بیا راتازه کوي، پخوانۍ کیسې. موږ ټول سره راټولېږو، په يوه کوټه کې تر صندلي لاندې کښېنو، زه خپل ماشومتوب ته ورګرځم، او خپلو اولادونو ته د تېر وخت کيسې کوم، د خپل ژوند کيسې ورته وايم."
د کابل اوسېدونکې پیغله خاطره هم وايي، کله چې د دوی په کور کې برښنا پرې وي، پلار او ترونه یې د کورنۍ له نورو غړو سره يو ځای کېږي او خپلې پخوانۍ خاطرې او د ژوند تجربې ورسره شريکوي.
د دې په وينا، دا کار هم د وخت تېرولو لپاره ښه دی او هم يو درس او تجربه ده:
"د شپې له خوا پلار او ترونه مې سره راټولېږي او د تېرو جهادونو او د ژوند تجربې له موږ سره شريکوي. خپلې ښې او کله ناکله بدې خاطرې راته بيانوي او د خپلو پلرونو او نيکونو کيسې موږ ته کوي. دا کار له يوې خوا موږ ته ډېر خوند راکوي او په شوق او ذوق ورته غوږ نيسو، او له بلې خوا زموږ د ژوند لپاره يوه تجربه او درس ګرځي."
د کابل یو شمیر نور اوسېدونکي بیا وايي، د بېبرښنايي په شپو کې نورې بوختیاوې لري.
د کابل يوه اوسېدونکې شیبا وايي، چې برښنا نه وي، پلار او وروڼه يې د شپې شطرنج کوي خو دا بیا د کور له ماشومانو سره انځورګري کوي:
"پلار مې وروڼو سره شطرنج کوي، دا چې زه له نقاشۍ سره ډېره مينه لرم، اوس ژمی دی او شپې هم اوږدې دي، موږ د شپې نقاشي کوو. د کور له ماشومانو سره، ورارونه مې دي، خور مې ده، ټول سره کښېنو، شپږ، اووه ماشومان وي، ټول د شپې خپله انځورګري تمرينوي."
سره له دې چې دا کيسې ښايي د ځينو لپاره خوږې او د تېرو خاطرو رايادونکې وي او ځني بوختیاوې هم د ذهني ستړیا د لرې کولو لپاره موثرې، خو د کابل اوسېدونکي ټينګار کوي چې د برښنا نه شتون هېڅکله يو عادي او د منلو وړ حالت نه دی.
دوی په څو ځلي شکايت کړی چې د برښنا پرچاوۍ د دوی ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی او ډېرې چارې يې ټکنۍ کړې دي.
په راپور کې مرکه شوي کسان هم وايي، که څه هم د برښنا نه شتون ډیر ځله په یو ځای د دوی د راټولېدو لامل کېږي خو په خبره یې له ګڼو ستونزو سره یې هم مخ کوي چې ډېرې یې د زغملو نه وي.