بدخشان کې مرګونې ټرافیکي پېښه؛ ۱۲ کسان مړه دي
په بدخشان ولایت کې په یوه ترافیکي پیښه کې دولس کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي چې د شنبې په ورځ یو فلانکوچ ډوله موټر په ارغنجخواه ولسوالۍ کې له سړک څخه ووت او یوې کندې ته ولوېد.
ماشومان او ښځې هم په قربانیانو کې شاملې دي.
د طالبانو د حکومت د ترافیکو ادارې ویلي چې په افغانستان کې د ترافیکي پیښو اصلي لاملونه بې احتیاطه موټر چلوونکي، د ترافیکي مقرراتو سره سم عمل نه کول، له حده زیات سرعت، له نورو موټرو څخه غیر ضروري اوښتل او د موټرو ترمنځ د خوندي واټن نه ساتل دي.