د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ، دا څه ډول عدالت دی او افغانستان کې څومره تامین شوی؟
نن د فبروري ۲۰مه د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ ده. نړۍ دا ورځ داسې مهال نمانځي، چې په افغانستان کې دننه یو شمیر افغانان وايي، ټولنیزې او اقتصادي نابرابرۍ، په ځانګړي ډول د ښځو او زیانګالو کورنیو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.